تازه خبرونه

په ایران کې د خلکو اعتراضونه له تاوتریخوالي سره مخ شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ایران په څو ښارونو کې د اعتراضونو په وړاندې د امنیتي ځواکونو اقدامات له تاوتریخوالي سره شوي دي.

راپورونه وايي، چې تر تېرې شپې پورې په تهران او څو نورو ښارونو کې اعتراضونو دوام درلود.

په راپورونو کې ویل شوي، چې په کرمانشاه، شهرکرد، بندرعباس، زنجان، خرم آباد او اهواز کې هم اعتراضونو دوام درلود.

په ایران کې دننه ځینو رسنیو د دغه هېواد د چارواکو د وینا له مخې ویلي، چې شاوخوا ۸۰ تنه اعتراض کوونکي تېره شپه نیول شوي او دوه کسه وژل شوي دي.

حکومت اعتراض کوونکي د قانون څخه سرغړوونکي ګڼي.

دا مظاهرې لومړی په تهران کې د جنسونو د بیو د لوړوالي په اعتراض کې پیل شوي او ویل کیږي، چې په ایران کې روانو اعتراضونو د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ پاملرنه هم خپل لوري ته راګرزولې ده.

Trending

Exit mobile version