تازه خبرونه

په بیجینګ کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو غونډه تر نا معلوم وخت ځنډیدلې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

تمه وه، چې درې ورځې وروسته په بیجینګ کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو غونډه تر سره شي؛ خو تازه راپورونه وايي؛ تېره ورځ د مسکو په څلور اړخیزه غونډه کې پرېکړه شوې، چې دا غونډه د یو څه مودې لپاره و ځنډول شي.

دغه راز د مسکو په څلور اړخیزه غونډه کې دا ټينګار هم شوی، چې امریکا او طالبان باید د سولې خبرې پیل او اوربند اعلان کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ویلي، چې د مسکو په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د افغانانو د بیجینګ خپلمنځي ناسته تر یو وخته وځنډول شي؛ هغه هم له کوم ځانګړي دلیل پرته.  

د هغو کسانو د معلوماتو له مخې، چې د بیجینګ په غونډه کې به ګډون وکړي؛ په پام کې ده، چې پېنځه ویشت کسان له افغانستان څخه د طالبانو له استازیو سره پر یوه میزه کښیني.

پخوانی طالب چارواکي مولوي قلم الدین ویلي، چې د بیجینګ ناسته اړینه ده؛ لغوه شوې نده باید ترسره شي.  

سیاسي شنونکي محمد حسن حقیار څرګنده کړې، چې د د حامد کرزي په مشرۍ به څه نا څه ۲۵ ، د حکومت لخوا ۱۰ او د طالبانو ۱۵ کسان په کې ګډون وکړي.  

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله ویلي؛ د چین په څير پر طالبانو نفوذ لرونکي هېوادونه کوښښ کوي، چې غونډې جوړې کړي او دا یو ښه ګام دی. دا ډېره مهمه ده، چې دغه هېوادونه په خپلو منځو کې همغږي ولري.

د سولې په برخه کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري ويلي، چې په بیجینګ کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره به یو پلاوی وټاکي او شمېر به یې له چین سره شریک کړي.

د مسکو په څلور اړخیزه غونډه کې چین، امریکا، روسیې او پاکستان ګډون کړی و، چې د جمعې پر ورځ ترسره شوه. دې ناستې د خپرې شوې اعلاميې په ترڅ کې ټينګار کړی، چې د افغان سولې د خبرو په بهیر کې باید اوربند وشي او یو زیات شمېر زندانیان هم باید خوشي کړ شي.

طالبانو د بیجینګ د ناستې د ځنډیدو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version