تازه خبرونه
په ایران کې یوې ترفیکي پېښې له ۲۸ افغانانو خوږ ژوند اخیستی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د دغه هېواد رسنیو څرګنده کړې؛ دغه پېښه د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۲۳) د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت ته نږې پر یوه سړک د دوه افغان مهاجرو د لیږدونکیو موترو له ټکر رامنځته شوې ده.
د ایران رسمي خبري سرچینې(ایرنا) په ډاګه کړې، چې د دې هېواد د زاهدان روغتیایي سرچینو ویلي، چې د دغې پېښې ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
ویل کیږي، چې د پېښې قربانیانو غوښتل په قاچاقي توګه ایران ته دننه شي.