تازه خبرونه
په ایران کې د اوکرایني الوتکې د راغورزیدو په پېښه کې ۱۷۹ مسافر مړه شوي
دغه پېښه نن چهارشنبه( د مرغومي ۱۸/ د جنوري ۸) د سهار پر شپږ بجو د شهريار او پرند تهران تر منځ له الوتنې څو دقیقې وروسته رامنځته شوې ده.
ایراني خبري آژانسونو خبر ورکړی، چې دغه الوتکه د اوکراین پلازمېنې کیف ته روانه وه، چې له ۱۷۹ مسافرو او حملې سره راغورزیدلې ده.
ویل کیږي، چې د پېښې لامل تخنیکي نیمګړتیا وه.
د راپورونو له مخې؛ ژغورونکي د پېښې ځای ته رسیدلي؛ خو د الوتکې ټول مسافر مړه شوي، چې ۱۴۷ یې ایراني اتباع دي.
دغه راز په ډاګه شوې، چې په یادې اوکرایني الوتکه کې ۱۰ افغانانو هم خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی، چې نومونه یې دا دي: سکینه احمدي، مطهره احمدي، مهدي تاجک، مهدي رضایي، مهدي محمدي، شهرام تاجک، زین العابدین سعادت، حسین رضایي او رحیمه کابلي.
دغه ۷۳۷ ډوله بویینګ الوتکه د اوکراین نړیوال ملکیت دی، چې بوینګ جوړوونکي شرکت په ۲۰۱۶ کې د اوکراین هېواد ته سپارلې وه.