تازه خبرونه

له سیاسي بحران څخه د وتلو لپاره باید یوه ۵ کسیزه ډله جوړه شي – عبدالله

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۳۹۹)

عبدالله عبدالله وايي، چې له سیاسي بحران څخه د وتلو لپاره په کار ده، چې له ملي شخصیتونو څخه یوه ۵ کسیزه ډله جوړه شي.

د ولسمشرۍ مدعي عبدالله عبدالله وايي، چې څو ځله یې یو په یوه له اشرف غني سره د لانجې د حل لپاره غونډې کړي؛ خو په وینا یې، چې د اشرف غني لخوا یې غوښتنې ندي منل شوې او د نه ځواب یې ورکړی دی.

د نوموړي د وړاندیز له مخې؛ دا پېنځه کسیزه ډله باید په ۱۰ ورځو کې د ده او اشرف غني منځګړیتوب وکړي او د سیاسي بحران د حل لپاره دې لار روښانه کړي.

داکترعبدالله ویلي، چې که سیاسي بحران دوام پیدا کړي؛ نو امریکا د نورو مرستو پربندلو سربېره به پر نورو لارو چارو هم غور وکړي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هیله ښودلې، چې اشرف غني او عبدالله عبدالله به جوړجاړي ته سره ورسیږي.

عبدالله عبدالله وړاندیز کوي، چې د سیاسي کړکیچ د حل لپاره باید د ملي شخصیتونو پېنځه کسیزه ډله جوړه شي.

د ولسمشرۍ غوښتونکی داکتر عبدالله عبدالله وایي، چې درې یا پېنځه ملي مشران دې د ستونزې حل ته راودانګي، چې په لس ورځو کې د خلکو اندېښنو ته ځواب ومومي او په دې ۱۰ ورځو کې به هیڅ راز هڅې ترې ونه سپموو.

داکترعبدالله په ډاګه کړې؛ مایک پمپیو افغان سیاسي رهبرانو ته خبرداری ورکړی، چې د نه جوړیدو په صورت کې به نه یوازې مرستې بندې کړي، بلکې پر نورو لارو چارو به هم غور وکړي.

عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ مدعي ویلي؛ ښاغلي پمپیو ویلي، چې منځګړیتوب ته ندی راغلی او نه غواړي، چې کوم فرمول وړاندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې هیله ښودلې، چې افغان مشران ښايي جوړ جاړي ته ورسیږي.

مایک پمپیو ویلي؛ د دې اړتیا ده، چې ټول افغان سیاسي مشران متحد شي. اشرف غني عبدالله عبدالله او ټول هغه کسان، چې د سولې د ټينګښت او افغانانو د ژوند د ښه والي مفکوره لري، باید دا کار وکړي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

که څه هم عبدالله عبدالله تازه د پېنځه کسیزې ډلې وړاندیز کړی؛ خو له دې مخکې محمد اشرف غني ویلي وه، چې د عبدالله عبدالله غوښتنې له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

د ولسمشر غني د څرګندونو له مخې؛ عبدالله غواړي، چې اساسي قانون په یوه شپه کې تعدیل کړي.

د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال وایي، چې که ستونزې له کورني اړخه حل شي؛ دا به ډېره غوره وي.

د امریکا بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدرب رسول سیاف هم کوښښ وکړ، چې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدلله ترمنځ لانجه غوڅه کړي؛ خو کوښښونو یې مثبته پایله ورنکړه.

Trending

Exit mobile version