سیمه ییز خبرونه

له ایم سي سي سره د لوبې لپاره افغان لوبډله غوره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت بورد له ایم سي سي نړیوالې لوبډلې سره د لوبې لپاره افغان لوبډله غوره کړی او ټاکل شوې، چې د جولای پر ۱۱ مه نېټه د لندن په لاردز لوبغالي کې یوه ورځنۍ لوبه تر سره شي.

له د ایم سي سي په لوبډله کې به د کرکت د مختګ په موخه له نړیوالو لوبغاړیو څخه مشهورې څېرې برخه ولري.

د ایم سي سي او یاد لوبغالي په اړه د کرکت بورد په خبرپاڼه کې راغلي: د ایم سي سي (MCC) یا د نړۍ د غوره یوولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې په لاردز لوبغالي کې، چې د نړۍ د کرکت د کور په نوم یادیږي، لوبه کول یو تاریخي ارزښت ولري او د نړۍ هر پیاوړی لوبغاړی په دغه لوبغالي کې د لوبیدو هیله لري.

ایم سي سي (MCC) د میریلی بون کرکت کلب اختصار دی. دغه کلب د نړۍ د کرکت د قوانینو جوړونکی کلب دی او د نړۍ په کچه د کرکت د ودې لپاره کار او هلې ځلې کوي، چې یو شمېر افغان لوبغاړیو یې هم د نړۍ د نورو لوبغاړیو په څېر غړیتوب تر لاسه کړی دی.

د افغانستان لوبډله به د اصغر ستانکزی په مشرۍ وي، نور علي ځدران، سمیع الله شینواری، محمد نبي، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، راشد خان، جاوید احمدي، دولت ځدران، شاپور ځدران، رحمت شاه، افسر ځاځی، ناصر جمال، فرید احمد ملک به د لوبډلې غړي وي.

Trending

Exit mobile version