تازه خبرونه

په سینګاپور کې د امریکا او شمالي کوریا ولسمشرانو ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په سینګاپور کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره ځانګړې لیدنه تر سره کړې ده.

دواړو مشرانو له لنډو خبرو وروسته د څو شېبو لپاره د رسنیو کمرو ته څرګند شول او بیا د بندو دروازو تر شاه په داسې حال کې، چې پرته له دوه نورو ژباړونکیو نور څوک ورسره نه ول؛ وغږیدل.

ولسمشر کیم ورته د ژباړونکي پر مټ وویل، چې تر دې ځایه رارسیدل هم آسان کار نه و.

هغه زیاته کړې، چې تعصب او پخواني دریځونه مو په لاره کې د سترو خنډونو په توګه پراته ول؛ خو پر ټولو دغو خنډونو بریالي شوو او دادې اوس تر دې ځایه رارسیدلي یو.   

دغه راز ولسمشر ترمپ هم له دې لیدنې هیله مند شوی او څرګنده کړې یې ده، چې له شک پرته به  غوره اړیکې ولرو.

دواړه مشران، چې ټاکل شوې سبا خپلو هېوادونو ته ستانه شي؛ د اتومي وسلو د لیرې کولو په خبرو اترو کې، چې څو لسیزې دریدلې وې او یا ځنډیدلې، په یوه ورځ کې پرې ښه پرمختګ رامنځته شو.

Trending

Exit mobile version