تازه خبرونه
له سیمه ییزې اجماع پرته به له طالبانو سره سوله وځنډیږي- اشرف غني
د افغانستان ولسمشر د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۲۴) د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکیک کې د شانګهای د همکاریو سازمان ۱۹ سرمشریزې ته دا هم په ډاګه کړه، چې افغانستان د سولې په اړه د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو لپاره سیمه ییزې همغږۍ او هوکړې ته اړتیا لري.
هغه که څه هم د کوم هېواد نوم یاد کړی ندی؛ خو ټینګار یې وکړ، چې له طالبانو سره باید د یو شمېر هېوادونو خواخوږي او تړاو له منځه ولاړ شي.
ولسمشر اشرف غني په بشپړ ټینګار څرګنده کړه، چې مونږ د سیاسي حل د رامنځته کولو لپاره د امریکا ژمنه غوره بولو او په دې اړه د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو لپاره د همغږۍ په درشل کې یو؛ خو د سولې لپاره له سیمه ییزې اجماع او له طالبانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ د له منځه وړلو پرته به هره هڅه ډېره وځنډیږي.
نوموړي دا ټینګار هم وړاندې کړ، چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته باید داسې یو چوکات رامنځته شي، چې پر سیمه ییزو او نړیوالو اړتیاوو راوڅرخول شي.
هغه زیاته کړې، چې د شته ګواښونو او فرصتونو سره سره مونږ وړاندیز کوو، چې: که غواړو د سولې پر څو اړخیزو ستونزو بریالي شو؛ نو د سولې لپاره باید سیمه ییز او نړیوال ائتلاف رامنځته شي، چې بیا همدا ائتلاف د خبرو لپاره د اړتیا وړ چوکات غوره کړي.
ښاغلي غني دا هم ویلي، چې تروریزم، جګړه او مخدره توکي نه یوازې افغانستان، بلکې د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه هم ګواښي. د افغانستان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د مخدره توکو ډېرې کارخونې له منځه وړې دي.
ولسمشر غني د افغانستان جګړه څو اړخیزه یاده کړه او وایي، چې د افغانستان جګړه څو اړخیزه او له طالبانو سره هوکړې ته رسیدل هم د تاوتریخوالي د کمولو یوه مهمه برخه ده.
ولسمشر غني دا خبرې په داسې کال کې کوي، چې نه یوازې په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو له زندانونو سلګونه بندیان راخوشې شوي،. بلکې د هېواد په یو شمېر سیمو کې امنیتي ځواکونه او طالبان هم ښکېل پاتې دي او د افغانستان سیاسیونو هم دوه ځله په مسکو کې له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې او نړۍ له استازیو سره په خبرو کې سولې ته لومړیتوب ورکړی او تر دې دمه یې له طالبانو سره شپږ پړاوه خبرې هم تر سره کړې دي.