تازه خبرونه

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ایران په جنوب اهواز ښار کې د پوځي  پريډ پر مهال نا معلومو وسله والو برید کړی، چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

نن د شنبې په ورځ( دوږي ۳۱) په ایران کې له عراق سره د شوې جګړې د اته دېرشمې کليزې د نمانځلو د رسم ګزشت پروګرامونه جوړ شوي وه، چې یاده پېښه په کې رامنځته شوه.

ایراني رسنۍ وايي، بریدګرو پوځي يونيفورم اغوستی و او د پارک له شا يې پر پوځي پريډ برید وکړ.

د ایران فارس نيوز خبري آژانس وايي، چې څلور بريدګرو پر پوځيانو او د پريډ پر نندارچيانو برید وکړ.

د یاد آژانس د څرګندونو له مخې؛ د ډزو له کبله ۳۰ ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ایران رسمي راديو تلويزيون ويلي، چې بريدګرو لس دقیقې پرله پسې ډزې وکړې؛ خو امنيتي ځواکونو اوس وضعيت قابو کړی دی.

رسنیو دا هم په ډاګه کړې، چې درې برید ګر وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.

د جنبش آزاديخوای عربي الاهواز ویاند یعقوب ایرانیو رسنیو ته ویلي، چې دغه برید د دغې ډلې ټینګارکوونکیو کړی؛ خو ایراني چارواکو ويلي، چې د دغه برید تر شا د تکفيري ډلو لاس دی.

Trending

Exit mobile version