بلخ @ps

په سمنګان ولایت کې د یو انجنیر په ګډون ۴ کسان تښتول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د یکشنبې په سهار د سمنګان ولایت له رباطک سیمې د یو انجنیر په ګډون ۴ کسان تښتول شوي، چې یو په کې دریور او دوه نور یې ملګري دي.

د سمنګان والي ویاند صدیق عزیزي پېښه منلي او وایي، چې دغه کسان د یو ساختماني شرکت کارکوونکي دي او هغه مهال تښتول شوي، چې د رباطک د سیمې استنادي دیوال یې جوړاوه.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ همدا اوس د امنیتي ځواکونو او سړي تښتوونکیو تر منځ د تښتول شویو کسانو د خلاصولو په موخه نښته روانه ده.  

ښاغلی عزیزي زیاتوي، له دې مخکې طالبانو له دغو انجنیرانو څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ سیمه ییزو ارګانونو دغه ولایت ته نوی والي ورپېژندلی دی.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version