بلخ @ps

له بېوزلو کسانو سره د بیات بنیاد د مرستو لړۍ تخار ته ورسیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د تخار ولایت له هغو سل کورنیو سره، چې د ژمي په شپو او ورځو کې د بېلا بېلو لاملونو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ ول؛ د بېلا بېلو توکو مرسته وکړه.

هغه کورنۍ، چې د دې ولایت د ژمي په موسم کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وې؛ د بیات بنیاد له مرستو برخه مني شوې.

په شمال ختیځ کې د بیات بنیاد استازی عبدالصمد وایي، چې په دغو مرستو کې ژمنۍ جامې، خوراکي توکي او ماشومانو ته ځواکمن خوراکي توکي شته، چې پر سل اړو کورنیو ووېشل شول.

نوموړی وایي، چې د مرستو دا لړۍ به د هېواد ټولو برخو ته وغزیږي.

هغه کورنۍ، چې د بیات بنیاد له مرستو برخه منې شوي له نورو سوداګرو غواړي، چې د بېوزلو کورنيو لاسنیوی وکړي.

بیات بنیاد له دې وړاندې هم په تخار ولایت کې له زر نورو اړو او د طبیعي پېښو له زیان منو کورنیو سره نغدي او د  خوراکي توکو مرستي کړې وې.

Trending

Exit mobile version