تازه خبرونه

په جګړه کې ښکېل دېرش زره پولیسو ته معاشونه ندي ورکړ شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

لکه توده هوا، د جګړې میدانونه هم ګرم دي؛ خو یو تازه راپورښیي، چې د ۳۰ زره پولیسو معاشونه په دې خاطر، چې بایومتریک شوي نه دي، د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف ځنډولي دي.

نیویارک تایمز ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د امنیتي بنسټونو په مشرتابه کې د فساد له کبله له دې پولیسو سره مالي ملاتړ درولی دی.

کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې دیرش زره پولیس نه، بلکې د یو شمېر پولیسو معاشونه؛ ځکه نه دي اجرا شوي، چې په بایومتریک سیستم کې نه دي شامل شوي.

د نوموړي په وینا؛ هڅه کوو، چې له یوې بلې سرچینې دغه شمېر پولیسو ته پیسې ترلاسه او معاشونه یې اجرا کړو.

سرچینو څرګنده کړې، چې د افغان ځواکونو په لیکو کې خیالي ځواکونه هغه مهال مطرح شول، چې کورنیو چارو وزارت دوه سترې قطعې ملي دفاع وزارت ته وسپارلې او په کاغذونو کې یې شمېرله اصلي شمېر زرګونه ډېر و.

د غزني د پولیسو قومندان فرید احمد مشعل په بشپړ ټینګار ویلي، چې خیالي پولیس شته؛ مونږ له سختې جګړې سره مخ یو. هڅه کوو، چې تشه ډکه کړو او هغو مسوولینو، چې خیالي معاشونه جبونو ته اچولي؛ څارنوالۍ ته وروپېژنو.         

باور کیږي، چې د جګړې په لومړیو کرښو کې ښکېلو پولیسو ته د معاشونو نه ورکړه، بده اغېزه لري.

پوځي کارپوه عبدالهادي قریشي وایي: پرته له معاشه تېښته او زړه بدوالی رامنځته کیږي؛ په هغه توګه، چې لازمه ده دنده نه ترسره کوي او په دنده کې بې پروایي رامنځته کیږي.           

افغان ځواکونو سره ناتو هر کال شاوخوا څلور میلیارد دالر مرسته کوي او د تازه څرګندونو له مخې ناتو خپله ژمنه تازه کړې ده؛ خو ناتو ویلي: د دې مرستو ځنډېدل به له دې سره مرسته وکړي، چې بایومتریک سیستم ګړندی شي.

افغان چارواکي وایي، بایو متریک سیسستم جدي نیول شوی او حتا په ځینو سیمو کې پولیس سرتېري د نوملیکنې مرکزونو ته په چورلکو کې لیږدول کیږي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version