بلخ @ps
په سمنګان ولایت کې یوه سړي خپله میرمن وژلې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د سمنګان په ایبک ښار کې یوه سړي خپله میرمن وشتې او ساه یې ورکړې ده.
د سمنګان امنیه قومندان عبدالمنیر رحیمي وایي؛ بنفشه نومې میرمن، چې د ایبک ښار اوسیدونکې وه، د خپل میړه له لوري وشتل شوې او ساه یې ورکړې ده.
د رحیمي د څرګندونو له مخې؛ تورن کس نیول شوی او خپل جرم یې هم منلی دی.
د لومړنیو څېړنو له مخې؛ پېښه د کورنیو ستونزو پر لامل رامنځته شوې ده.
د سمنګان پولیسو زیاته کړې، چې د تورن کس دوسیه قضایي ادارو ته سپارل کیږي.