تازه خبرونه

له امنیتي تړون سره مخالفت به افغانستان زیانمن کړي- افغان سیاستوال

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یو شمېر افغان سیاستوال وايي، چې د کابل ـ واشنګتن د امنیتي تړون بیا ارزونه او یا هم لغوه کول به افغانستان ته سخت زیان واړوي.

نړیوال او امریکايي سرتېري له یوې نیمي لسیزې ډېر په افغانستان کې دي او نړیوالو له دوه زره لومړي کال را وروسته د افغان امنیتي ځواکونو بنسټ کيښود او له افغانستان سره یې په بېلا بېلو برخو کې میلیاردونه دالر مرسته وکړه؛ ښوونځي پرانیستل شول، سلګونه کیلومتره سړکونه پاخه شول او د پولیسو جوړښت رامنځته شو. اوس هم افغانستان پخپلو پښو نه دی ولاړ او د خپلو ځواکونو کلنی لګښت، چې څلور میلیارد دالره کیږي، د امریکا او نړیوالو مرستندویانو په غاړه دی.

پوځي کارپوهان وايي، که امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي؛ نو ستونزمنه به وي، چې د افغان ځواکونو لګښتونه پوره شي.

پوځي کارپوه جاوید کوهستانی وایي، چې د امنیتي تړون په اړه باید یو نوی حکومت پرېکړه وکړي. په اوسني وخت که د دغه تړون د ارزونې او لغوه کولو نه وخت لرو او نه ممکنه ده؛ ځکه دواړه کاره د افغانستان د خلکو پر زیان دي.

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون لاسلیک کړ؛ خو اوس هغه کسان هم د دغه تړون مخالفت کوي، چې یو وخت یې په لاسلیکولو سخت ټينګار کاوه او د بیا ارزونې غوښتنه یې کوي.

سیاسي کارپوهان وایي، چې امنیتي تړون د افغانستان لپاره ګټور دی؛ خو که د دوی په وینا افغان حکومت وکولی شي، دغه تړون ته عملي بڼه ورکړي.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي، د امنیتي تړون په بدل کې امریکایانو د ټولو امنیتي ځواکونو لګښتونه ته غاړه ایښې او له دې پرته بل بدیل هم نلرو.

د کابل واشنګتن امنیتي تړون که څه هم د هوايي ځواک په برخه کې د افغان پوځ اړتیاوې یو څه راکمې کړي؛ خو له افغانستان څخه د جګړې لمن نده ټوله شوې او جګړه د پراخیدو په حال کې ده.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند رييس نجیب الله کابلی وایي، چې امریکا باید افغان ملي او دفاعي ځواکونه نور هم تجهیز او پیاوړي کړي.

اوس په افغانستان کې شاو خوا څوارلس زره امریکايي او څو زره نور د ناتو سرتېري پراته دي، چې د وسلوالو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو په ضد مبارزه کې له افغان ځواکونو سره د مرستې، همکارۍ او ملاتړ دنده تر سره کوي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version