تازه خبرونه

په بنګله دېش کې د هېواد د ۱۹ کلنو ځوانانو د آسیا جام سیالۍ پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو په خپله لومړۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته پر پېنځه ویکتو ماتې ورکړه.

اماراتو لوبډلې افغان لوبډلې ته ۱۴۱ منډو هدف ورکړ، چې افغان ځوانانو وکولای شول ورکړ شوی هدف په ۲۷ اورونو کې د پېنځه لوبغاړیو په سوځیدو پوره کړ.

عظمت الله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، چې ۵۰ منډې یې کړې وې او یو لوبغاړی یې هم سوزولی و.

په دغه جام کې د افغانستان په ګډون ۸ لوبډلې شاملې دي، چې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي.

افغانستان دوه یمه لوبه له نیپال او درېيمه له هند سره کوي.

افغانستان تېرکال په پایلوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام اتلولي خپله کړې وه او سږ کال به له خپلې اتلوالۍ دفاع کوي.

Trending

Exit mobile version