بلخ @ps

که غوښتنې مو ونه منل شي، د مرګ تر بریده به ودریږو- نور

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

عطا محمد نور خبرداری ورکړ، چې که د ولسي جرګې په ټاکنو کې بایومتریک سیستم پلی نه شي؛ بېرته به خپل اعتراضونه پیل کړي.

سیاسي ګوندونه د دې لپاره، چې وکړای شي د ټاکنو په بهیر کې بدلون رامنځته کړي؛ د ټاکنو کمیسیون د څو ولایتي دفترونو دروازې وتړلې؛ خو په همدې علت د تاکنو خپلواک کمیسیون ژمنه وکړه، چې په ټاکنو کې به د رای ورکوونکیو د ګوتو نښه اخلي.

که دا تګلاره تر سره نه شي، ګوندونه به څه کوي؟

د جمعیت اجرائیه رییس عطامحمد نور له آریانا نیوز سره په خبرو کې د دغې پوښتنې په اړه ویلي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ژمنو سره سم، چې ټاکنې به پر بایومتریک سیستم تر سره کیږي دوی خپل اعتراضونه پای ته ورسول او که اړتیا شوه، د مرګ تر برېده به په دې برخه کې بیا دریږي.

ښاغلی نور وایي: کمیسیون ژمنه کړې که پرې عمل ونکړي؛ ولایتي دفترونه به بیا وتړم. که خلک ووژل شي او که خپله هم ووژل شم له خپلو غوښتنو به تېر نشم.

د جمعیت اجرائیه رییس عطا محمد نور دا هم ویلي، له خپلو متحدینو سره اوس کار کوي، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د هغه کاندید په خوا کې ودریږي، چې امریکا غوښتی وي.

هغه وایي: لومړی هڅه کوو، چې خپل نوماند ولرو؛ خو که ونشوه داسې دریځ به ونیسو، چې د خلکو، سیمې او امریکا غوښتنه وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون او سیاسي ډلې له نور غواړي، چې د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو له وخت مخکې خبرې ونکړي او د ولسي جرګې د ټاکنو په تر سره کولو کې خپله همکاري ښیي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي: د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د پرېکړې وړاندوینه به له وخت مخکې وي؛ هیڅوک دې د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو نه خنډ کیږي او ګوندونه دې په دې اړه له مونږ سره همکاري وکړي.          

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې پر ۲۸ تر سره کیږي؛ خو ټاکنو خپلواک کمیسیون د بایومتریک دستګاوې په بشپړډول ندي تر لاسه کړي او همدې ستونزو ته په کتو د بایومتریک سیستم هم د پوښتنې وړ شو.

Trending

Exit mobile version