تازه خبرونه

په سویس کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی کنفرانس پیلیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې په سویس کې د افغانستان په اړه د سې شنبې پر ورځ د ژنیو دوه ورځنۍ غونډه پیلیږي.

د ملي وحدت حکومت مشران دغې غونډې ته ورغلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي؛ د ژنیو په غونډه کې له افغانستان سره مالي مرسته نه کیږي، بلکې له افغانستان سره د نړیوالو او له نړیوالو سره د افغان دولت ژمنې(د بدلون د لسیزې پرمختګونه او ستونزې) ارزول کیږي.

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وایي: دا، چې د افغانستان مشران د ژنیو ناستې ته تلي او مرسته کوونکیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي؛ نو د افغانستان خلک په عمل کې کوم پرمختګ نه ویني.  

افغان حکومت وايي، چې په اصلاحي برخه کې یې له نړیوالو سره په ژمنو کې نهه دېرش په سلو کې پرمختګ کړی دی.

افغان حکومت ویلي، چې غواړي په ژنیو کنفراس کې نړیوالو ته دا پیغام ورکړي، چې په خپلو پښو به دریږي او له نړیوالې ټولنې سره به د یوه موثر همکار په توګه کار کوي.

سیاسي کارپوه شکیب منتظري وایي: دغه کنفران ډېر ګټور دی. همدا بس دی، چې د نړیوالو له پاملرنې ونه غورزیږو. دغه ناسته مو هم کورني حالت او هم بهرني شتون ته ګټوره ده.  

په ژنیو کنفرانس کې د هغو ۱۵ میلیارد دالرو مرستو له رڼښت هم پوښتنې کیږي، چې په دوه زره شپاړسم کال کې له افغانستان د نړیوالو لخوا اعلان شوې وې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زبیر جوینده وایي: غونډه به پر پرمختګونو او د سولې پر بهیر راڅرخي. دغه راز به د لګښتونو حساب هم وړاندې شي.

د ژنیو په غونډه کې د نړۍ د دوه شپېته هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د پېنځه دېرش مرستندویو ادارو استازي ګډون کوي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version