تازه خبرونه

په سویس کې د ملي وحدت مشرانو د نویو مرستو ژمنې تر لاسه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت وایي؛ د هېواد مشران د ژنیو په ناسته کې بریالي شول، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې باور خپل او د نویو مرستو ژمنې تر لاسه کړي.

د لیندۍ پر ۶ او ۷ چې د نومبر له ۲۷ او ۲۸ سره برابره ده؛ سویس د افغانستان په تړاو د ژنیو په ناسته کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازیو کوربه و. دغلته د ملي وحدت حکومت دواړو مشرانو د هغو ژمنو په اړه راپور وړاندې کړ، چې د وارسا او بروکسل په ناستو کې یې له نړیوالو سره کړې وې. داسې ښکاري، چې د نړیوالو باور یې تر لاسه کړی؛ ځکه اجرائیه ریاست ویلي، مشران توانیدلي، چې د افغانستان لپاره د نویو مرستو ژمنې واخلي.

سپیدار ماڼۍ مني، چې د بروکسل او وارسا ځینې ژمنې لا تر اوسه نه دي عملي شوي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم وایي؛ په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د مرستو جذب له دې سره تړلی، چې په دې هېواد کې ټیکاو راشي. دا هغه څه دي، چې ورته په تېرو اووه لس کلونو کې هڅې شوي او په دغو کلونو کې نړیوالې مرستې بندې شوې هم ندي.

ځینې کارپوهان هم وایي، چې حکومت له نړیوالې ټولنې سره د کړیو ژمنو په پلي کې پاتې راغلی.

پوځي شنوونکی اسدالله ندیم وايي، چې د اقتصاد په برخه کې خلک او سوداګر له دغه حکومته خوښ ندي.

د نوموړي په باور، حکومت باید د هېواد امنیت ته بشپړ پام راواړوي او د خلکو انساني او طبعیي سرچینې له تالان وساتي او په دې اړه نړیوالي مرستې جذب کړي.

اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي، د اقتصادي پروژو د عملي کیدو لپاره باید حکومت بېخبنایي پروګرامونه ولري، چې را منځته شوې شېبې له لاسه ونه ووځي.

ولسمشر غني د ژنیو په ناسته کې له طالبانو سره د سولې د طرحې هر اړخیز جزئیات اعلام کړل. په داسې حال کې، چې دغه جزئیات یې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې رد کړل او دوی یې بې صلاحیته وګڼل.

دغه ناسته د افغان مشرانو او چارواکو په حضور کې تر سره شوه؛ په دې ناسته کې د شاوخوا شپېته هېوادونو او دېرش نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version