تازه خبرونه

په حکومتي ناستو کې د امرالله صالح ګډون د سیاسي بهیرونو نیوکې راپارولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د حکومت په رسمي غونډو او د مونیخ په نړیواله غونډه کې د امر الله صالح پر ګډون سختې نیوکې شوې دي.

امرالله صالح په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال دی. ښاغلی صالح، چې هیڅ حکومتي رسمي دنده نلري، د ملي شورا د غونډو په ګډون په حکومتي او رسمي غونډو کې د ولسمشر تر څنګ ناست وي، چې دغې چارې د سیاستوالو او د ولسمشرۍ د نوماندانو غبرګونونه او نیوکې را پارولي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند حکیم تورسن وايي، چې امرالله صالح هیڅ ډول رسمي دنده نلري او د قانون خلاف په حکومتي او رسمي غونډو کې ګډون کوي.

نوموړی دا کار د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین بولي.

ارګ وايي، چې امر الله صالح د سولې د مشورتي بورد غړی دی او باید په ملي او نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي.

د سولې مشورتي بورد دولس حکومتي او اووه لس جهادي او سیاسي غړي لري، چې د اووه لس جهادي او سیاسي غړیو له منځه یوازې امرالله صالح د حکومت په رسمي غونډو کې ګډون کوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په رسمي غونډو کې نه لیدل کیږي او هغه ته نږدې سرچنیې هم په حکومتي غونډو کې د امرالله صالح په ګډون ناخوښه دي.

د جنبش  ګونډ مرستیال عبدالله قرلق وایي؛ هیڅوک نشي کولی د ولسمشر د لومړي مرستیال ځای ډک کړي. دا، چې په یو شمېر ناستو کې ښاغلی صالح د لومړي مرستیال پر ځای ناسته کوي؛ دا له قانونه ښکاره سرغړونه ده او باید ورته پاملرنه وکړي.

ځينې کارپوهان وايي؛ ولسمشر غني د دولتي امکاناتو په وسیله مخکې له مخکې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین او تبلیغات پیل کړي، چې دا کار د ټاکنو له قانون سرغړونه ده.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي، چې هر فرد له خپلې ټاکنیزې ډلې سره تړاو لري؛ خو دا قانوني نده، چې په حکومتي او رسمي ناستو کې ښکاره شي. ارګ او د ولسمشرۍ ویاندویان باید ځواب ووایي، چې ولې په اړوند ناستو کې لیدل کیږي.

د نوماندانو د ګډو هڅو شورا هم ولسمشر غني تورن کړی، چې سر له اوسه یې له دولتي امکاناتو څخه په ولسمشریزو کمپاینونو کې ګټه پورته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلۍ صالح د هغو سیاسي بهیرونو د استازیو د څرګندونو په اړه ، چې د ده د سفرونو په اړه یې نیوکه کړې ویلي، چې ولسمشر په یو لړ مشورتي او رسمي  ناستو کې بلنه ورکړې او له دغو ناستو شخصي او ډله ییزه ګټه نه پورته کوي.

Trending

Exit mobile version