تازه خبرونه

په دوه ویشت ولسوالیو کې د تقویتي نوملیکنې بهیر ندی تر سره شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې په دوه ویشت ولسوالیو کې د تقویتي نوملیکنې بهیر ندی تر سره شوی؛ ځکه، چې سقوط شوي او د افغان دولت له څارنې وتلې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د داراالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ وایي، په دوه ویشت ولسوالیو کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تقویتي نوملیکنه نده شوې؛ ځکه، چې سقوط وې او نوملیکنه په کې ناشونې وه او په نورو ټولو هغو کې ترسره شوې، چې بهیر یې خوندي پاتې دی.

کورنیو چارو وزارت د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خبرو خلاف ویلي، هیڅ ستراتیژیکه سیمه د وسلوالو مخالفینو په کنترول کې نده او دوی د تاکنو امنیت ته پوره چمتووالی لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، چې دښمن ستراتیژیکو برخو ته لاسرسی نلري. تاسې په تېرو پارلماني ټاکنو کې ولیدل، چې پرته له ۹ ولسوالیو نور په ټول افغانستان کې تر سره شوې.           

ټاکنڅاري بنسټونه وایي، چې یوازې د دوه ویشتو ولسوالیو خبره نده، بلکې ټول بهیر د اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده ویلي، چې په بنسټیزه توګه دغه یو ناکام بهیر و. دا، چې څو ولسوالۍ تر پوښښ لاندې وي او یا نه وې؛ د ټینګار وړ نده؛ خو مهمه داده، چې دغه بهیر یو ناکام بهیر و.           

۶۶ ورځې د ولسمشرۍ تاکنو ته پاتې دي. که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو تقویتي نوملیکنه موده مخکې پای ته رسیدلې؛ خو ویل کیږي، چې یو زیات شمېر خلک د رایوو د ورکړې پر شرایطو برابر هم له نوملیکنې پاتې دي.

Trending

Exit mobile version