تازه خبرونه
له دولتي امکاناتو او واکونو ګټه پورته کوونکي پر رڼو ټاکنو باوري ندي-حکمتیار
د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې ګلبدین حکمتیار په لومړنۍ ټاکنیزې غونډه کې څرګنده کړه؛ هغه کسان، چې له دولتي امکاناتو او واکونو ګټه اخلي، پر رڼو ټاکنو باوري ندي او ټاکنې د خلکو د غولولو وسیله بولي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند گلبدین حکمتیار وایي؛ معلومه نده، چې درې میاشتې وروړسته به دا حکومت وي او کنه؟ زه فکر کوم که دوه په سلو کې خلک دا ډاډ هم ولري، چې دا حکومت به له درې میاشتو وروسته وي؛ زمو ټولې دا هڅې به بې ځایه وي.
ښاغلی حکمتیار د افغانستان د جګړې ښکېلو خواوو ته هم پیغام لري او وایي، چې روانه جګړه ګټونکی نلري؛ هیڅوک د وسلو او افرادو پر زور او نه هم د بهرنیو جنګیالیو پر زور دا جګړه ګټلی شي.
حکمتیار ټینګار کوي، چې د افغانستان جګړه د سیمې د هېوادونو او سترو قدرتونو نیابتي جګړه ده او نه پریږدي، چې هېواد د دې جګړې پر ډګر بدل شي.
ښاغلی حکمتیار زیاتوي؛ نړۍ او سیمې خپل سیاسي، اقتصادي او پوځي سیالۍ افغانستان ته رالیږدولي دي. مونږ نه پریږدو، چې هېواد مو د بهرنیو ځواکونو د سیاسي، اقتصادي، پوځي او استخباراتي سیالیو ډګر شي.
ښاغلی حکمتیار وایي، که په ټاکنو کې بریالی شي؛ ټول هغه فرمانونه او تړونونه به لغوه کړي، چې د قانون خلاف د حکومت لخوا صادر شوي دي!