تازه خبرونه

۸۶ سلنه خبریالان د ټاکنو په بهیر کې د امنیت نشتوالی جدي ننګونې بولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د ټاکنو په بهیر کې د خبریالانو د ستونزو معلومولو لپاره له درې سوه خبریالانو سره خبرې اترې تر سره کړي، چې له مخې یې خبریالان اطلاعاتو ته نه لاسرسی او د امنیت نشتوالی د ټاکنو بهیر جدي ننګونې بولي.

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر وایي، چې د ټاکنو په بهیر کې ۹۰ سلنه خبریالان معلوماتو ته لاسرسي او ۸۶ سلنه خبریالان د ټاکنو په بهیر کې د امنیت نشتوالی جدي ننګونې بولي.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي  ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتنې لپاره ۷۲ زره امنیتي ځواکونه نه یوازې روزل شوي، بلکې تجهیز شوي هم دي او زرګونه نور سرتېري د دې بهیر د امنیت خوندیتوب لپاره د چمتووالي په حال کې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم وایي، چې د ټاکنو امنیت ساتنې لپاره امنیتي بنسټونو ډاډ ورکړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات ویلي، چې مونږ هره چارشنبه د ټاکنو د امنیت لپاره امنیتي ناستې لرو او مونږ ته ډاډ راکړ شوی، چې د ولسمشریزو ټاکنو امنیت خوندي کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا هم ویلي، چې ټاکل شوې له دوه میاشتو څخه په کمه موده کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کړي. ولیدل شي، چې کمیسیون د ټاکنو د تر سره کیدو وس لري او که نه؟

Trending

Exit mobile version