تازه خبرونه

په سږنیو عملیاتو کې ۱۰ ولسوالۍ له مخالفینو پاکې او ونیول شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې سږ کال په خالد نومو عملیاتو کې لس ولسوالۍ له وسلوالو مخالفینو پاکې او نیول شوې دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ویلي؛ د کندوز امام صاحب او دشت ارچي، د بدخشان اشکاشم، زیباک، راغستان او تګاب، د پکتیا جاني خیل، د پکتیکا اومنه، د هلمند ناوه  اود جوزجان درزاب هغه ولسوالۍ دي، چې له وسلوالو مخالفینو څخه په بشپړه توګه پاکې شوې دي.

د نوموړي په وینا؛ د هلمند نوزاد، موسي کلا، دیشو او باغران، د زابل دایچوپان او خاک افغان، د بغلان دهنه غوري او د بدخشان وردج بیا د وسلوالو مخالفینو په ولکه کې دي.

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمیسیون رییس هاشم الکوزی وایي وايي، چې اداري فساد او کمزورې رهبرۍ د جګړې پراخوالي ته زمینه برابره کړې ده.

د نوموړي په وینا یو شمېر جنرالان د سرتېرو حقوق خوري؛ تنخواګانې، امتیازات او تجهیزات یې خپلوي او  ګټه ترې اخلي. 

مسوولین وايي، چې هلمند، ننګرهار، کندوز، روزګان، جوزجان او غزني ولایتونه تر جدي ګواښ لاندې دي او په کندوز کې جګړې بیا زور اخیستی دی.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، چې له یوې خوا په کور د ننه په غیر مسلکي ډول ګورمانې کیږي او له بلې خوا سخت دریځې ډلې د ځينو هیوادونو لخوا تمویلیږي چې جګړه یې پېچلې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر غني په وینا افغان ځواکونه له شل سخت دریځو وسلوالو ډلو سره په جګړه کې دي او افغان ځواکونو د خالد او وسلوالو مخالفینو منصوري عملیات پیل کړي دي.

Trending

Exit mobile version