تازه خبرونه

په حکومتي ادارو کې د ښځو نوم د وسیلې په توګه کارول د اندېښنې وړدي- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د ثبات او همپالنې تاکنیزې ډلې مشرعبدالله عبدالله وايي، چې په حکومتي ادارو کې د ښځو نوم د وسیلې په توګه کارول د اندېښنې وړ دي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو تر منځ د سیالیو په لړ کې کابل میشتو میرمنو د ولسمشرۍ له نوماند عبدالله عبدالله ملاتړ څرګند کړ.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله خپلو ښځینه پلویانو ته څرګنده کړ، چې د ښه حکومت لپاره د ښځو ونډه ډېره مهمه ده؛ خو د ښځو په نوم پیسې ټولول او په اداره کې ترې افزاري استفاده د اندېښنې وړ ده.

دی وايي، چې د ټاکنو د تر سره کیدو په اړه اندېښنې شته؛ خو ډاډ څرګندوي، چې د خلکو ګډون او ونډه به په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي.

عبدالله عبدالله د کنايي په توګه د محمد اشرف غني په رهبرۍ پر دولت جوړوونکې ډلې هم نیوکې وکړې.

نوموړي زیاته کړې، چې یو کس په شاهانه دروغو مشهور دی؛ د الله پاک په مرسته سعودي عربستان ته تلی او اړینه هم ده، چې عمره به ادا کوي. که داځل یې هیر په یاد شي؛ کعبې ته به شانکړي او مخ په کعبه به دعا وکړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي، چې سوله لومړیتوب دی؛ خو په وینا یې که سوله عادلانه نه وي باید ټاکنې تر سره شي.

د ثبات او همپالنې ډلې اجرائيه مشر انورالحق احدي وایي، چې که سوله عادلانه وي له ټاکنو مخکې یې غواړو؛ خو که عادلانه نه وي اړتیا ده، چې ټاکنې تر سره شي.           

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په داسې حال کې د ځینو نوماندانو تر منځ سیالۍ روانې دي، چې د سولې له کبله د ټاکنو د ځنډیدو اوازې هم تر غوږه کیږي.

Trending

Exit mobile version