بلخ @ps
په سویلي سالنګ کې د برښنا ستنې ویجاوړنکي ونیول شول- ملي امنیت
د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو دا څلور کسان تېره شپه د سالنګ ولسوالۍ د آهنګرانو په کلي کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کسان هر یو دل آغا په مماتي مشهور، فدا محمد حیران، محمد شفیع او آغا شیرین نومیږي.
نیول شویو کسانو ویلي؛ د خپلو مشرانو په امر یې د برښنا شرکت له رییس سره اړیکه نیولې وه او له هغه څخه د سل زره امریکایي دالرو غوښتنه وشوه؛ خو دا پیسې یې، چې تر لاسه نکړې، د روان کال د غبرګولي له میاشتې تراوسه یې درې ځله د برښنا ستنې پر چاودیدونکیو توکو الوځولي او درې شپې مخکې یې هم د برښنا یوه ستن الوځولې وه.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وارداتي برښنا پرې کیدو او د ستنو ویجاړي د کابل په ګډون نور لس ولایتونه له پوهنیزو، تولیدي، صحي او لومړنیو اړتیاوو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخوي.