تازه خبرونه

له حکومت سره د خبرو په شرط به طالب بندیان خوشې شي-دانش

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دوه یم مرستیال د جمعې پر ورځ( د لړم ۱۷) د لویې جرګې په خیمه کې د ولسي جرګې د غړي مصطفی کاظمي د دولسمې تلینغونډې ګډونوالو ته ویلي، چې افغان حکومت د طالب بندیانو آزادولو ته چمتووالی نیولی؛ خو دا کار به هغه مهال وشي، چې تاوتریخوالی لږ او له حکومت سره خبرې پیل کړي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي، حکومت د طالب بندیانو آزادولو ته بشپړ چمتووالی لري؛ خو په دې شرط چې دا ډله له تاوتریخوالي لاس واخلي او له حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو شي.

هغه دا ټینګار هم کړی، چې پر سوله د حکومت د بې باورۍ تورونه ناسم دي او حکومت نه غواړي لنډ مهاله سوله رامنځته شي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال دانش څرګنده کړې؛ حکومت د باعزته سولې راتلو ته پیاوړې ژمنه لري او مونږ داسې سوله غواړو، چې د خلکو لاسته راوړنې په کې قرباني نشي.

د نوموړي پر اند؛ هیڅوک نشي کولی د نظام مشروعیت له منځه یووسي.

هغه دا هم ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایله به ژر اعلان شي.

په همدې حال کې د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال یونس قانوني تینګار کړی، چې د دولت له حضور پرته پخلاینه ناشونې ده او د سولې بحث باید هر اړخیزه وي

ټاکل شوې وه ، چې د طالبانو پلاوی به د افغان حکومت له ځینو استازیو سره د جمعې پر ورځ( د لړم پر ۱۷) وویني؛ خو دا ناسته د نامعلومو دلایلو له کبله تر راتلونکې اوونۍ وځنډیده.

Trending

Exit mobile version