تازه خبرونه
په حکومت کې د فساد سترې دوسیې څېړل شوې ندي
ولسمشر اشرف غني د فساد پر وړاندې د جهاد له اعلانولو سره سمه خپله حکومتداري پیل کړه؛ پېنځه کاله وروسته اوس هم د فساد سترې دوسیې څېړل شوې ندي او یا که څېړل شوي نیمګړې پاتې دي. لکه د کابل بانک دوسیه، چې د تېر حکومت د وزیرانو د فساد دوسیې او د افغانستان د روڼټیا څار په وینا هغه دوسیې، چې د اوسنيو وزیرانو پر ضد پرانیستل شوي؛ خو تراوسه څېړل شوې ندي.
د افغانستان رونټیا څار بنسټ اجرائیه مشر اکرام افضلي زیاته کړې، چې د حکومت د فساد ضد اکثره اقدامات د کاغذ کې پر مخ پاتې دي.
نیوکې دا دي چې حکومت د افغانستان له مالي بودیجې څخه د سلګونه میلیون افغانیو د ورکیدو اسناد ندي وړاندې کړي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست زیاته کړې؛ سلګونه میلیون افغانۍ له بودیجې څخه په ځانګړي توګه له ۹۱ اختیارې کود څخه، چې د کارولو واک یې ولسمشر لري، لګول شوي؛ خو حکومت د پیسو د ملګښت پر څرنګوالي سند نه وړاندې کوي.
که څه هم حکومت ویلي، چې له فساد سره یي جدي مبارزه پیل کړې؛ خو د افغانستان روڼتیا څار څرګنده کړې، چې اوس هم سلګونه دوسیې ندي څېړل شوي او د حکومت د فساد ضد اقدامات ډیري د کاغذ پر مخ پاتې شوې دي.