تازه خبرونه
په اووه ولایتونو کي د رایو بیا شمېرلو ته چمتوالی پیل شو
په اووه ولایتونو کې د شکمنو محلونو د رایو د بیا شمېرنې د څو اوونیو له ځنډ وروسته د ثبات او همپالنې ډلې مشر داکتر عبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته سپارښتنه وکړه، چې په اړوند ولایتونو کې ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم وايي، چې دوی په پاتې اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې لپاره چمتووالی پیل کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي اورنګزیب وايي، چې د دغو ولایتونو د رایو بیا شمېرنه سبا ته پیلیږي او په دوه یا درې ورځو کې به بشپړه شي او وروسته به د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
د ثبات او همپالنې ډله اوس هم د درې سوه جنجالي رایو پر باطلیدو ټينګار کوي او وايي، چې دا رايې تقلبي دي.
د ثبات او همپالنې ډلې ویاند فریدون خوځون ټینګار کړی، چې د نامعتبرو رایو د باطلولو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرېکړه باید پلې شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د ټاکنو په اړه ویلي، چې پایلې باید روښانه او د ټولو لپاره د منلو وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ معتبرې ټاکنې، چې د خلکو واقعي اراده تمثیل کړي او پایلې یې ټولو ته د منلو وړ وي، د سوله ییزه افغانستان زیری له ځان سره لري.
که څه هم په پاتې اووه ولایتونو کې د شکمنو محلونو د رایو د بیا شمېرنې لپاره زمینه برابره شوې؛ خو اوس هم معلومه نده، چې د لومړنیو پایلو او شکایتونو له اعلان او څيړلو وروسته به معترضې ډلې قناعت وکړي او که نه؟
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید وایي، چې مونږ دا یو پرمختګ بولو او ان شاالله کمیسیونونه به هم د خپلو قوانینو پر پلي کولو کې هڅې وکړي.