تازه خبرونه
له اووه ولایتونو څخه یوازې په بغلان کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده
تر اوسه د رایو د بیا شمېرنې د تخنیکي تطبیقاتو لړۍ په پنجشېر، تخار، جوزجان او سرپل ولایتوو کې پای ته رسیدلې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ وايي، که د بدخشان، فاریاب او بغلان ولایتونو د بیا شمېرنې مواد نن پنجشنبه( د لیندۍ ۲۸) د ټاکنو مرکزي دفتر ته راولیږدول شي؛ په یوه ورځ کې به له تخنیکي اړخه د ټاکنو لومړنیو پایلې اعلام شي.
د بغلان ولایت په ۷۱۲ محلونو کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائيه رییس ويلي؛ هغه صندوقونه، چې بایومتریک اساس نلري د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکیو لخوا پیژندل شوي.
د ټاکنڅارو د څرګندونو له مخې؛ د اووه ولایتونو په بیا شمېرنه کې تر اوسه له ۲۴۲۳ محلونو څخه یوولس سوه هغه محلونه باطل شوي، چې بایومتریکي معلومات نلري او دې ته ورته نور هم د باطلیدو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې په ګډون یو شمېر ټاکنیزې دلې د ۲۷ ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه کوي.