تازه خبرونه
له شپږ میلیون ډېر ماشومان له ټولنیزو ګواښونو سره مخ دي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو ويلي، چې څلور څلوېښت په سلو کې ماشومان ښوونځي ته لاسرسی نلري، چې زیاتره یې نجونې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارسمبالی سید انور سادات وایي؛ شپږ میلیون ماشومان له ټولنیزو ګواښونو سره مخ دي، چې درې میلیون یې د اندېښنې وړ دي. دمګړۍ ۴۴ په سلو کې ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د دوه کلن پلان د اعلان پر مهال یې وویل؛ د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ د ماشومانو د ملاتړ قانون په اړه د نظر اختلاف جزوي دي، چې باید دغه اختلاف حل کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې ريیسه شیما سین گوپتا وایي: په افغانستان کې د جګړو او فقر له کبله ماشومان له جدي ګواښونوسره مخ دي او له هغوی څخه د ناوړې ګټې اخیستنې زمینه یې برابره کړې ده. له دغو ستونزو سره د مبارزې لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده. یونیسف اداره ژمنه ده، چې د ماشومانو د ملاتړ لپاره له افغان حکومت سره همکاري روانه وساتي.
د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، چې د معلولو ماشومانو لپاره کار نه کیږي. په ځانګړي توګه د هغو ماشومانو لپاره، چې ذهني معلولیت لري او نجونې په دې برخه کې له ټولو زیانمنې دي.
افغان حکومت د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې په همکارۍ د ماشومانو د ملاتړ لپاره دوه کلن پلان جوړ کړی. د دې پروګرام له مخې له هغو ماشومانو سره مرسته کیږي، چې ښوونځيو ته لاسرسی نلري.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وايي، چې له حقوقي پلوه د ماشومانو د ملاتړ لپاره په وروستیو کلونو کې مهم ګامونه پورته شوي؛ خو دا، چې جګړه روانه ده او فقر دی، نو په دې اړه جوړ شوي قوانین ښه پلي شوي ندي.
ښاغلي سرور دانش زیاتوي؛ د اختلافاتو لپاره څه نلرو؛ خو یوه برخه له ماشومانو څخه د ملاتړ قانون څه نا څه اختلافي ده. مونږ د ولسي جرګې له غړیو غواړو، چې دا اختلاف پر خبرو حل کړي.
په ولسي جرګه کې د ماشومانو د ملاتړ قانون له تصویب وروسته د یوې مادې له کبله په لانجه اوښتی او تر اوسه یې برخلیک څرګند ندی.