Connect with us

تازه خبرونه

له دوه یم نړیوالی جګړې راهیسې، کووید-۱۹ ترټولو لویه ننګونه ده – ملګري ملتونه

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، آنتونیو ګوټرز خبرداری ورکوي چې د کرونا ویروس خپریدل له دویم نړیوال جنګ راهیسې د نړۍ لپاره ترټولو لویه ننګونه ده. د هغه په وینا، ښایي چې دغه ننګونه یو بحران رامینځته کړي “چې شاید په قریب ماضي کې یې سارۍ نوي”.

دا څرګندونې په داسیې حال کې کیږي چې د نړۍ ډیری هیوادونو وړاندوینه کړې چې ممکن د دوی اقتصاد په پراخه کچه تر بد اغیز لاندې راشي ځکه چې په نړۍ کې ډیری سوداګري چارې په ټپه بندې شوي دي.

همدارنګه، پر یاد ویروس باندې د اخته کسانو شمیر او تایید شوي مړینې ډیروالی په چټکې سره دوام لري. د معلوماتو لمخې، په نړۍ کې د کروناویروس ۸۸۵۲۲۱  پیښې ثبت شوي، چې ۴۴۲۱۲ مړینې هم پکې دي.

د بی بی سی د راپور له مخې په متحده ایالاتو کې د مړو شمیره اوس له ۴۰۰۰  څخه پورته شوي چې دا رقم په چین کې د مړینو له شمیر څخه لوړ دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د موندنو لمخې، په متحده ایالاتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶۵ کسان مړه شوي او تر ۱۸۹۰۰۰ ډیر خلک په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف

لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ويلي، چې د افغانستان په سرحدونو او د هند-پاکستان-افغانستان په منځنیو سیمو کې اوس هم ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي.

لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.

هغه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له هند سره د همکاریو د ترسره کولو لپاره د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

لاوروف ویلي؛ که څه هم د دې کنوانسیون مسوده مخکې چمتو شوې، خو تر اوسه یې د تصویب لپاره اجماع رامنځته شوې نده.

روسیې پر ځلونو د افغانستان له لوري د وسلوالو ګواښونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت بیا دا اندېښنې رد کړي او څرګندوي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سرحدونو وزیر د ایران بهرنیو چارو له حقوقي مرستیال سره خبرې وکړې

د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.

Published

on

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریب‌آبادي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر سرحدي همکاریو خبرې کړې دي.

د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.

دغه راز هوکړه وشوه، چې په دې اړه ګډې تخنیکي او حقوقي غونډې هم ترسره شي.

ویل کیږي، چې د دواړو خواوو د هوکړې له مخې به د ایران او افغانستان لوړپوړي سرحدي چارواکي راتلونکی کال په ایران کې یوه حقوقي ناسته ترسره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.

Published

on

په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د دفتر مشر محمد سعید علي‌العیاش د افغانستان لپاره د آلمان سفارت له چارسمبالي(سرپرست) رولف ډیټر رینهارټ سره ولیدل.

دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.

دغه راز دواړو لوریو د وروستیو سیاسي بدلونونو او هغو پراخو ننګونو په اړه اندونه(نظرونه) تبادله کړل، چې افغانستان ورسره مخ دی او د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او تلپاتي ملاتړ پر اړتیاوو یې ټینګار څرګند کړ.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د افغانستان د ثبات د ټینګښت او د بشري وضعیت د ښه‌کېدا لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ او آلمان ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر روان ساتلو ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!