تازه خبرونه
په بنګله دېش کې افغان سفیر اکمل غني احمدزی ومړ
په بنګله دېش کې افغان سفیر اکمل غني احمدزی او د افغان ولسمشرغني کاکا په امریکا کې له وربېښې ناروغۍ ومړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ارواښاد مړینه د هېواد دیپلوماسۍ ته یوه ستره ضایعه وګڼله.
ارواښاد اکمل غني اخمدزی د دغه وزارت په بېلابېلو څانګو کې دندې تر سره کړي؛ په پاریس او ایران کې د افغانستان سفیر هم و.
نوموړي دغه راز د پاکستان په پېښور کې هم د جنرال قونسل دنده تر سره کړې ده.
ارواښاد احمدزی د جنرال عبدالغني خان زوی دی، چې په ۱۹۳۴ م کال په کابل کې زېږیدلی دی. لومړنۍ زدکړې یې په استقلال لیسه او لوړې زدکړې یې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی د ادارې او دیپلوماسۍ په څانګه کې تر سره کړې وې.
نوموړي په موقته اداره کې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي مدیر په توګه کار کړی، بیا په بنګله دېش کې د افغانستان سفیر او د یاد وزارت ځانګړی مشاور هم پاتې شوی و.