پرمختګ او بشپړتیا
له یوې لسیزې هڅو وروسته د نغلو د برښنا بند ټول توربینونه فعال شول
د ماليي وزارت سرپرست او په بېخبنایي چارو کې د ولسمشر سلا کار له خوانه د سروبي او نغلو برښنا بندونو ځینې بنسټونه، چې رغول او بیا رغول شوي پرانستل شول.
د افغانستان برښنا شرکت رییس وايي، چې د سروبي برښنا بند لپاره يي یو سبستیشن او د نغلو برښنا بند څلورم توربین فعال کړي، چې ټول لګښت يي درې نیم میلیون دالرو ته رسیږي.
د افغانستان برښنا شرکت رییس امان الله غالب څرګنده کړې: مونږ پر دغو دوه بنسټونو ب درې اعشاریه پېنځه میلیون دالر د نړیوال بان په همکارۍ پانګونه تر سره کړې ده.
دغه پروژي د یوه ترکي شرکت لخوا پلې شوې ده.
د یاد شرکت مسوولین وايي لیواله دي په افغانستان کې نور هم د برښنا د تولید په برخه کې کار تر سره کړي.
د مالیې وزارت مسوولینو ویلي، چې په هېواد کې د بېخبنایي پروژو متوازنه پراختیا د دې بنسټ موخه ده.
د ماليي وزارت چارسمبالی وايي؛ هڅه کوو، چې د هېواد په کچه د بنسټیزو پروژو چارې کړندۍ شي.
د ماليې وزارت سپرست همایون قیومي زیاته کړې؛ د هېواد په کچه سروبي یو له هغو ولسوالیو څخه ده، چې ټولو هېوادوالو ته ۱۸۰ میګاوته برښنا تولیدوي او مونږه هم د متوازنې پراختیا پلوي یو.
د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکيو ويلي؛ حاضر دي، چې د بنسټیزو پروژو په تولید کې له دولت سره همکار اوسي. د دغو پروژو له پلي کیدو سره به هېواد د انرژۍ له پلوه پخپل ځان بسیا شي.
د یادونې وړده، چې افغانستان اوس هم اتیا سلنه برښنا واردوي او دولت وايي، پر کورنیو ظرفیتونو به هڅې چټکې کړو، چې برښنا تولیدکړي.
خبریال: اسلم حجاب