تازه خبرونه
په یونسکو کې هراتی دوتار ایرانی ثبت شوی
له هغه وروسته، چې د هرات د دویز ټنګ ټکور آله(دوتار) د ملګرو ملتونو په علمي فرهنګی سازمان کې ایرانی ثبت شو؛ په هرات کې یو شمېر فرهنګیانو او هنرمندانو د یوې خبرې ناستې پرمهال د ملګرو ملتونو له علمي او فرهنګي ادارې وغوښتل، چې په دې اړه له سره غور وکړي.
په هرات کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت مسوول شاهین مردان ويلي، دوتار د هرات او ایران د ټنګ تکور یو ګډ فرهنګي میراث دی؛ پدې اړه بشپړ اسناد او شواهد هم شته.
یو شمیر هنرمندان او لیکوالان ټینګار کوي، چې ایران نه یوازې زمونږ د ټنګ ټکور آلې پخپل نوم ثبت کړي، بلکې یو شمېر شاعران او ادبي آثار یې هم د ځان په نامه ثبت کړي دي.
شاعر او لیکوال روح الامین امیني ویلي، چې ایران په دې برخه کې ډېرې فرهنګي او ادبي غلاوې کړي؛ د بېلګې په توګه مثنوي یې هم پخپل نوم ثبت کړې ده.
د افغانستان او ایران د فرهنګیانو ترمنځ د فرهنګي او هنري مسایلو په اړه د نظر اختلاف نوې موضوع نده. له دې مخکې هم ایران د هېواد نومیالي شاعرمولانا جلال الدین محمد بلخي ایرانی نومولی، چې د افغانانو غبرګون یې را پارولی و.