بلخ @ps

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د مسو او ډبرو سکرو د کانونو د کیندلو چارې پیل شي.

د یوه امریکایي شرکت او کانونو او پترولیم وزارت تر منځ د یادې سیمې د کانونو د کیندلو تړون لاسلیک شو.

د سرپل والي وايي، د کانونو د کیندلو چارې به په غویی میاشت کې پیل شي.

د سرپل والي عبدالقادر آشنا په خبره د دغو کانونو له کیندلو سره به د سیمې شاوخوا اووه زره خلکو ته مستقیم او غیر مستقیم کارونه پیدا شي.

که څه هم افغان حکومت ۲۰۱۴ کال کې د مسو کان د کیندلو تړون له یوه بریتانوي شرکت (AGMC) سره لاسلیک کړی و؛ خو د ناڅرګندو دلایلو له مخې، تر اوسه یې کار ندی پیل شوی.

د سرپل ولایتي شورا راییس محمدنور رحماني وایي، د دې پروژې له  پلي کیدو سره به په امنیتي وضعیت کې هم ښه والی راشي.

مدني مخکښ  عزت الله صمیم وایي، دا پروژې د کار موندنې لپاره ګټورې دي.

د بلخاب مسو کان د هېواد د مسو ستر کان دی، چې نږدې پېنځه سوه کیلو متر مربع ځمکه کې اټکل شوی او  ویل کیږي، چې په دې کان کې له سل میلیون ټنو ډېر نګه مس شته.

Trending

Exit mobile version