تازه خبرونه

په کابل کې د امریکا ۱۱ کسیز پلاوي د سولې په اړه خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د کانګرس ۱۱ کسیز پلاوي د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

د تاشکند ناستې له جوړیدو وروسته اوس د امریکا د کانګرس یوولس کسیز پلاوی کابل ته راغلی او دغلته یې د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کړي او ویل کیږي، چې د دې خبرو چورلیز هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د افغانستان، امریکا او د سیمې پر کورني کار ور ټول شوی.

 حکومت وایي، د امریکا د کانګرس پلاوي د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول او د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې له کابله د واشنګتن پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي: د امریکا د کانګرس ۱۱ کسیز پلاوی په کابل کې دی او د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره لیدنې لري. د دوی د خبرو اجندا د امنیتي او اقتصادي موضوعاتو پر همکارۍ راڅرخي.         

ولسمشر غني د امریکا د کانګرس له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې: د امریکا نوې تګلارې د افغانستان کښتۍ د ساحل غاړې ته نږدې کړې ده.

د حکومت په باور؛ د سولې په اړه پرله پسې ناستې، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د جوړیدو هڅې په دې تړاو مهمې بېلګې دي.

سیاسي شنونکی صدیق پتمن وایي: تر هغې، چې افغانستان خپل ناپېیلتوب خوندي نکړي او د نه ختیځ او نه لویدیځ د شعار پورته کوونکي هېواد په توګه د اړیکو نښلوونکی نشي؛ فکر نکوم، چې د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.        

د تاشکند د سولې ناستې په څنډو کې روسیې هم د کابل، واشنګتن او مسکو د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو وړاندیز کړی دی.

د افغانستان د سولې پر پروسې د افغان حکومت، سیمې او نړۍ تمرکز اوس دا هیلې ټوکولي، چې په دې برخه کې به ټاکل شوې موخه تر لاسه کیږي.

د مدني ټولنو د شبکې رییس عزیز رفیعي وایي: په افغانستان کې سولې ته د رسیدو زمینه تر ډېره برابره شوې؛ سیمه ییزې او نړیوالې هڅې هم د سولې لوري ته روانې دي، خو که حکومت له دې شېبې ښه ګټه پورته کړي کیدی شي سولې ته ورسیږو.        

 که څه هم حکومت د سولې خبره کوي؛ خو طالبانو تر اوسه له افغان دولت سره خبرو ته تیاری نه دی ښودلی او د کابل د سولې طرحې ته، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې اعلام شوه، هم رسمي ځواب نه دی ورکړ شوی.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version