تازه خبرونه

په کابل ښار کې د کثافاتو لپاره مناسب ځایونه او کثافت دانۍ نشته

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کابل ښاریان وايي، چې د هوا له تودیدو سره د کابل ښار هوا او چاپېریال ډېر ککړیږي؛ ځکه، چې د ښار په زیاترو برخو کې د کثافاتو د راټولولو لپاره مناسب ځایونه او کثافت دانۍ نشته او خلک خوسا شوي توکي او کثافات پر سړکونو او لښتیو کې غورزوي.

د کابل ښار اوسیدونکی مسیح وایي : اړ یو، چې خپل کثافات په لښتیو کې وغورزوو؛ ځکه، چې په اړوند سیمو کې کثافت دانۍ نشته.

د کابل یو بل اوسیدونکی حاجي رفیق وایي: کله، چې د ښاروالۍ کثافت دانۍ نه وي؛ خلک کثافات په لښتیو کې غورزوي.

رفیق نومی ښاري بیا وایي، چې خپل کشافات په پلاستیکي کڅوړو کې له کوره راوړم او یوې ډډې ته یې ږدم؛ ښاروالۍ راځي او هغه وړي.

د دارالامان له ماڼۍ تر دهمزنګ پورې کابو پېنځه کیلو متره واټن دی؛ خو پر دغه سړک یوه کثافت داني هم نه لیدل کیږي. د سړک خواوو ته لښتي هم له کثافاتو ډک دي او په ځينو سیمو کې د سړک په ګلدانونو کې هم  ډېرانونه جوړ شوي دي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف رييس بهزاد غیاثي وایي: د کثافت دانیو د لږ کیدو څو لاملونه دي؛ یو دا، چې یو شمېر یې زړې شوي او بل دا، چې کورنیو چارو وزارت د امنیتي ګواښونو پر لامل غوښتنه وکړه، چې په ځانګړیو ځایونو کې دې کیښودل شي.

نوموړی زیاتوي:  په ښار کې به د کثافاتو د راغونډولو لپاره څو ځایونه ځانګړي کړو، چې کثافات یې په بیړه له ښاره ویستل شي.

کابل ښاروالۍ دغه راز وایي، د کثافاتو د راټولولو لپاره به تر غبرګولي پورې په ښار کې د ښاریانو لپاره دوه زره سیارې کثافت دانۍ کیښودل شي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version