پرمختګ او بشپړتیا

په کابل کې د ښځینه پولیسو د لومړني ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د ښځینه پولیسو د لومړني ښارګوټي جوړولو چارې د ناتو د غړیو هېوادونو لخوا د کانادا پرمالي مرسته پیل شوې، چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې به د ۱۲۰ میلیون دالرو پر لګښت جوړ او۳۰۰ ښځینه پولیسو ته به په کې کورونه جوړ شي.

د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال نیکولسن د کورنیو چارو وزارت په چوکات کې د ښځینه پولیسو د ګډون او ودې لپاره د ښارګوټي جوړول لومړنی ګام بولي او په افغانستان کې د سولې ټینګښت هم له امکان څخه لیرې نه ګڼي.

د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال نیکولسن په کابل کې د ښځينه پولیسو لپاره د ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د ښځو پر ونډه او هڅو ټینګار څرګند کړ او په ډاګه یې کړه، چې مونږ له تاسې سره یو او همدلته به وو. په افغانستان کې د سولې ټينګښت شونی دی او د سولې په برخه کې مونږ ستاسې په خوا کې ولاړ یو.

کانادا د ښځينه پولیسو د ښارګوټي جوړولو ته شپږ ویشت میلیون دالره بېل کړي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر وايي، چې کانادا د افغانانو په رهبرۍ له سولې ملاتړ کوي.

په کابل کې د کانادا سفیر فرانسس ریوست وایي: په افغانستان کې سوله هغه وخت ټينګیدای شي، چې د سولې په بهیر کې ښځې او د ټولنې نورې ډلې خپل رول ولوبوي. کانادا د افغانستان له حکومت سره په ګډه د سولې لپاره کار کوي.

د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني هم په حکومت کې د ښځو حقونو ته ژمنتیا په ډاګه کړه او ښځینه پولیسو ته یې په نغوته(اشاره) کې وویل، چې: ملي وحدت حکومت تاسې ته د کاري زمینو او مسلکي خوندیتوبونو په برابرولو کې پخپلو ژمنو ولاړ دی او هیله کوي، چې تاسې د امنیت خوندي کولو لپاره خپلې هڅې نورې هم ډېرې کړئ.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال جانان بارکزی په دې مراسمو کې هیله من شوی او وایي؛ ښځینه پولیسو ته د ښارګوټو جوړولو بهیر دې نورو ولایتونو ته هم وغزول شي، چې دوی هم د استوګنې له خوندیتوبه برخمنې شي.

دمګړۍ د افغانستان د پولیسو په لیکو کې دوه زره دوه سوه ښځینه پولیس هڅې تر سره کوي. د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په راتلونکیو ۵ کلونو کې به د ښځینه پولیسو شمېر لس زره ته لوړ کړای شي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version