تازه خبرونه

په فراه ولایت کې د یوه قومندان په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په فراه ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې د یوه طالب قومندان ابراهیم بلندي په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي دي.

د فراه والي ویاند ناصر مهري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې تېره شپه ۱۲ بجې د دې ولایت د پشتیرود ولسوالۍ د تینک کلي پر امنیتي پوسته طالبانو ډله ییز برید وکړ؛ خو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې د طالب قومندان ابراهیم بلندي په ګډون، چې په سیمه کې پر قومندان جُبَیر یادیده ۳۷ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې نښته کې د امنیتي ځواکونو ۲ پولیس ټپیان شوي، چې روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ندی.

په دې نښته کې د امنیتي پولیسو تر څنګ ملي امنیت او د غوڅ ملاتړ ځواکونو برخه درلوده.

طالبانو او د سیمو اوسیدونکیو تر دې دمه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version