بلخ @ps
په فاریاب ولایت کې۲۰ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د ګزارش له مخې؛ طالبانو تېره شپه د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په قریش سیمه کې د سیمه ییزو پاڅونوالو او ملي پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي وه، چې د تازه دمو مرستندویو ځواکونو په راتګ دغه بریدونه پر شا تمبول شوي؛ ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي، ۵ ټپیان دي او نور له سیمې تښتیدلي دي.
په دغو نښتو کې امنیتي ځواکونو او عامو وګړیو ته هیڅ راز زیان نه دی رسیدلی.