تازه خبرونه

په کابل کې د اماراتو ښارګوټی د ولسمشر لخوا پرانیستل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د اماراتو ښارګوټي د (زاید آل نهیان ) په نوم په ۵ کلونو کې جوړ او نن د ولسمشر اشرف غني لخوا پرانستل شو، چې په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو تر ټولو لویه پروژه بلل کیږي.

د دغه ښارګوټي ټول لګښت عربي متحده اماراتو پر غاړه اخیستی دی.

ولسمشر غني د دغه ښارګوټي د پرانیستلو په مراسمو کې له عربي متحده اماراتو څخه وغوښتل، چې د کورونو د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري نوره هم زیاته کړي.

د کور او ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وایي: دغه ښارګوټي په یو سل و یوولس بلاکونو کې جوړ شوی، چې درې زره درې سوه دېرش اپارتمانونه لري.

د عربي متحدو اماراتو مسوولین وايي، چې دوی له افغانستان سره د کورونو جوړولو په برخه کې همکاري نوره هم ډېروي.

د ابوظبۍ د پرمختیايي صندوق رييس محمد یوسف السویدي وایي: دا ښارګوټی په افغانستان کې زمونږ د لویو پروژو څخه شمېرل کیږي. مونږ دغه ډول پروژو ته دوام ورکوو؛ ځکه دا ډول کارونه زمونږ اړیکې نورې هم پیاوړي کوي.

د دغه ښارګوټي چارې په دیارلس دوه نويم کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وخت کې پیل شوې او اټکل کیده، چې په درې نویم کال کې به یې چارې بشپړې شي؛ خو د شرکتونو د ناکارۍ او په تړونونو کې د ستونزو له کبله دغه پروژه په پېنځه کلونو کې بشپړه شوه.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version