تازه خبرونه
په هرات ولایت کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په هرات ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، چې د دې ولایت د کشک باط سنګي ولسوالۍ په تونوش بیګ کلي کې یو شمېر کسانو پر یوه کور د لاسي بمونو وسلوال برید کړی، چې د یوې کورنۍ ۷ کسان په کې وژل شوي دي.
په پېښه کې د دغې کورنۍ د پلار په ګډون دوه زامن، درې لوڼې او د ماشومانو مور وژل شوي دي.
د کشک رباط سنګي ولسوالۍ چارواکو پېښه منلې او وایي، چې پېښه د کورنیو اختلافاتو پر لامل رامنځته شوې ده.
د پېښې تر سره کوونکي وسلوال له سیمې تښتیدلي دي.
د سیمه ییزې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په سیمه کې د پېښې د تر سره کوونکیو د نیولو پلټنه روانه ده.