تازه خبرونه

په کابل کې د قرآن کریم د تلاوت سیالي تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت لخوا د آریانا تلویزیون پر تخنیکي همکارۍ د قرآن کریم د حسن تلاوت سیالي تر سره شوه.

د قرآن کریم د حسن تلاوت د یوولسم پړاو سیالي دا ځل په کابل کې، چې د اتصالاتو مخابراتي شرکت لخوا د آریانا تلویزیون پر تخنیکي همکارۍ تر سره شو. په دغو سیالیو کې پنځوس قاریانو ګډون درلود، چې پېنځه غوره قاریان وروستي پړاو سیالیو ته غوره شول.

په دغو سیالیو کې پر کابل سربېره د پېنځه ولایتونو قاریانو هم ګډون درلود.

مشر کتونکی برکت الله سلیم وایي: دا سیالۍ ډېرې ښې دي او د ځوانانو د ریاضت ښکارندویي کوي.

هغه زیاته کړې، چې ورځ تر بلې یې د ځوانو مینه والو شمېر ډېریږي.

د دغو سیالیو پېنځه غوره تلاوت کوونکي به د کندهار، ننګرهار، خوست، هرات او کندوز له غوره تلاوت کوونکیو سره په وروستي پړاو سیالیو کې ګډون وکړي، چې د زونونو پر کچه به پېنځه وتلي تلاوت کوونکي معلوم شي.

غوره تلاوت کوونکی احمد نوید وایي: دغه راز سیالۍ د ځوانانو د ذهنیت جوړونې لپاره ګټورې دي او ښه پایله هم لرلی شي.  

د قرآن کریم د حسن تلاوت په سیالیو کې ګډونوال وايي؛ دا ډول سیالي له خلکو سره مرسته کوي، چې د قرآن کریم  تلاوت ته مخه کړي.

یو بل تلاوت کوونکی وایي: دغه پروګرام په رښتیا، چې ګټور دی او اوریدونکي هم لري.  

د حسن تلاوت دغه سیالۍ له دې مخکې په ولایتونو کې وشوې، چې وروستي پړاو ته غوره تلاوت کوونکي به په راتلونکې اوونۍ کې سیالۍ ته ووځي.

Trending

Exit mobile version