تازه خبرونه
په کابل ښار کې د برښنایي تذکرو د وېش لومړنی مرکز پرانیستل شو
د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ له ارګه را ووته او اوس خلک کولی شي له ارګه بهر د کابل ښار په څلورمه کارته کې هم دغه تذکرې واخلي.
وړاندې له دې ولسمشر اشرف غني، د هېواد لومړۍ میرمن، د ملي شورا د دواړو جرګو رییسانو او دولتي چارواکو برښنایي تذکرې اخیستې وې؛ خو اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او ځینې نور سیاست وال له دې چارې سره مخالفت کوي.
د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، پر ټولو هېوادوالو به د برښنایي تذکرو وېش شاوخوا له ۳ تر ۵ کلونو وخت واخلي.
ښاغلی روح الله احمدزي زیاته کړې؛ د هغو کسانو امنیت خوندي دی، چې د برښنایي تذکرو د اخیستو لپاره دې مرکز ته ورځي.
د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ یوه جنجالي پروسه ده، چې څو ځله یې د پیل ژمنې شوي؛ خو اوس، چې د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او ولسمشر اشرف غني تر منځ یې د وېش په اړه اختلاف شته، معلومه نه ده، چې دغه لړۍ به کوم لوری خپل کړي.