تازه خبرونه

په مشرانو جرګه کې د امنیتي تړون پر لغوه کولو ټينګار وشو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون پر لغوه کولو ټينګار کوي.

په هېواد کې د ناامنیو او جګړو شدت او د تلفات لوړیدو د مشرانو جرګې یو شمېر غړي اندېښمن کړي دي.

 د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د روان کړکېچ له نندارې خوند اخلي او مخنیوی یې نکوي.

دوی وايي، که حالت همداسې روان وي، افغانستان باید له امریکا سره امنیتي تړون لغوه کړي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی وایي: د افغانستان خلک اوسني حالت ته د لاسرسۍ لپاره  د امریکا پرېکنده عمل غواړي. که ورته پاملرنه نکوي؛ امنیتي تړون دې ورسره لغوه اعلان شي؛ ځکه، چې د خپلو ګټو لپاره کار کوي او د افغانستان ګټې یې له نظره غورزولي دي.

د مشرانو جرګې غړی قیس وکیلي وایي: له امریکا سره امنیتي تړون دې بیا کتنې ته وړاندې شي، چې امریکا ولې د دغه تړون پر بنست عمل نکوي. دا کار د هېواد پر زیان دی او حالات ورځ تر بلې خرابیږي.  

د مشرانو جرګې بل غړی محمد رسولي وایي: مونږ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړی؛ خو افغانستان هره ورځ په اور کې سوځي. باید د دغه حالت په اړه پرېکړه وکړو.  

مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې(د غبرګولي ۸) عمومي غونډې ته د امنیتي بنسټونو چارواکي را بللي وه، چې د امنیتي کړکېچ ارزونه وکړي او له امریکا سره د امنیتي تړون د برخلیک او د ټاکنو د امنیت په اړه سپیناوی وړاندې کړي؛ خو هیڅ امنیتي چارواکی د مشرانو جرګې غونډې ته حاضر نه شو.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وایي: ټاکنې، امنیتي تړون او په هېواد کې امنیتي وضعیت هغه موضوګانې وې، چې امنیتي بنسټونو ته وار دمخه لیږل شوې وې؛ خو د جرګې عمومي ناستې ته یې نه حاضریدل د نیوکې وړ او له اساسي قانون سرغړونه ده.

سږکال جګړې او ناامنۍ پراخې شوي او په جګړه کې د ښکېلو خواوو پر درندو تلفاتو سربېره ولسي وګړیو ته هم د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version