بلخ @ps

په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې مخالفانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ۲۰۹ قول اردو چارواکو د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ایثار نومو عملیاتو له ترسره کولو او په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یې له پیلولو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، چې د دولت آباد ولسوالۍ په دوه ورځنیو عملیاتو کې د ۱۹ وسلوالو مخالفانو په ګډون ۲ ازبکستانيان وژل شوي او ۱۳ وسلوال ټپیان دي.  

نوموړی زیاتوي، د فاریاب د بلچراغ او د جوزجان د درزآب ولسوالیو په سرحدي سیمو کې د طالبانو او داعشیانو تر منځ په نښته کې ۵ طالبان وژل شوي، ۳ ټپیان دي او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي.   

دغه راز په دې نښته کې درې داعشیان وژل شوي، اووه ټپیان دي او اوس یې هم تر منځ جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت او طالبانو د افغانستان خلکو ته د اوربند ژمنې کړي؛ خو داعش، القاعده او بهرني ځواکونه ترې مستثنی ګڼل شوي دي.

Trending

Exit mobile version