تازه خبرونه

په فراه کې ۲۸ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه ولایت پر لویه لار د ناتو او افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې څه نا څه ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د فراه امنیتي ځواکونه وسلوالو طالبانو ته له درندو تلفاتو او د هغو د نقلیه وسایطو له ویجاړیدو خبر ورکوي.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب ویلي؛  دغو وسلوالو طالبانو غوښتل، چې د بلا بلوک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي؛ خو ولایت ته پر ورغلې لویه لار د افغان او ناتو ځواکونو تر هوایي او ځمکنیو بریدونو لاندې راغلل.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ۱۵ نقلیه وسایط ، یو شمېر مهمات او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

هغه دا هم وبلي، چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان ندی اوښتی.       

دغه راز نوموړی د پولیسو له تجهیز او دغه ولایت ته د ځانګړیو ځواکونو له وررسیدو هم خبر ورکړی دی.

دی څرګندوي، چې د د دغه ولایت په امنیتي کمربندونو کې د ځانګړیو ځواکونو څای پر ځای کیدو نه یوازې د طالبانو د بریدونو مخه نیولې، بلکې وسلوال مخالفان به هم  تر بریدونو لاندې ونیول شي.

له بلې خوا د فراه ولایتي شورا غړي د نښتو او ځاني زیانونو له ‌ډېریدو اندېښمن شوي دي.

د فراه ولایتي شورا غړی داد الله قانع وایي، چې وسلوال طالبان د شپه نیزو لرلیدونو او ۸۲ ملي متره توپونو پر مټ امنیتي پوستې نیسي.

هغه له مرکزي حکومته غواړي، چې د امنیتي ځواکونو تلفاتو ته بشپړه پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولایت کې د اختر له درې ورځني اوربند وروسته د طالبانو په پراخو بریدونو کې د حکومت شل سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي؛ خو امنیتي ځواکونه وایي، چې په دغو نښتو کې وسلوالو طالبانو ته هم ځاني زیانونه رسیدلي دي.

خبریال: خوشحال ځلاند

Trending

Exit mobile version