تازه خبرونه
په فراه کې د وسله والو په برید کې ۱۷ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی
د فرا ولایتي شورا مرستیال دادالله قانع ویلي، چې وسلوالو تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په دهزک سیمه کې پر یوه پوسته برید کړی؛ پوسته نیول شوې او ۱۷ سرتېري په کې وژل شوي دي.
د فراه والي ویاند ناصر مهري برید تائیدوي او وایي، په دغه برید کې ۱۱ سرتېري وژل شوي او اووه نور سرتېري ټپيان دي.
هغه زیاتوي، په دغه برید کې ۹ وسلوال هم وژل شوي دي.
دغه راز د یو بل خبر له مخې؛ په فراه ولایت کې د هوایي انتقالاتو قومندان هم وژل شوی دی.
د فراه والي ویاند ناصر مهري وایي، د هوایي انتقالاتو قومندان عبدالعلي په فراه ښار کې د دوه موټرسایکل سپرو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.
تراوسه د دغه برید مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې د فراه ملي امنیت ریاست یو خبریال نیولی او له کمرې یی د ولایتي شورا د غړیو ټول هغه کلیپونه پاک کړي، چې د ملي امنیت ریاست یې د امنیت په راوستو کې پر ناغیړۍ او بې پروایۍ تورن کړی دی.