لوبی

په کابل کي المپیکي سیالیو ته د مدیرانو او مربیانو د زدکړې درېیم پړاو پیل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کي المپیکي سیالیو ته د هېواد د ملي لوبډلو د مدیرانو او لوبڅارانو د زدکړې درېیم پړاو پیل شو.

مسوولین له دی کارځي(ورکشاپ) څخه موخه په المپیکي لوبو کې د ملي لوبډلو اداري او فني همغږی بولي.

د زدکړې په دی کارځي کې د المپیک بېلا بېلو لوبډلو دېرش مدیرانو او مربیانو ګډون کړی او د یوې ورځی لپاره یې بېلا بېل تکتیکونه زدکړل.

په پام کی ده، چي تر یوې میاشتې پورې۱۰۰ لوبغاړي د المپیک په ۱۵ بېلابېلو لوبډلو کي د افغانستان  پر استازیتوب په آسیا المپیک سیالیو کې د حضور لپاره د اندونیزیا هېواد جاکاراتا ته ولاړې شي.

Trending

Exit mobile version