تازه خبرونه

په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته د تحصن خیمې ټولې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل امنیه قومنداني وایي، چې د شنبې پر ورځ( د وږي ۳) د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته د تحصن لس ورځنۍ خیمې ټولې شوې.

د امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې پولیس به په ولایتونو کې هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته د تحصن خیمې ورټولې کړي.

د چارواکو په وینا؛ په کابل او ولایتونو کې په ناقانونه بڼه د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته د تحصن خیمې لګول شوي او له تېرو څو ورځو راپدیخوا دغه کمیسیون ته د تګ راتګ مخه نیږول شوې ده.  

چارواکو زیاته کړې، چې هیڅوک او یا کومه ډله اجازه نلري، چې د دغه ملي بهیر پر واندې ستونزې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو لس ورځو راپدیخوا د ولسي جرګې د نوماندانو له نوملړه د لیرې شويو نوماندانو ملاتړیو په کابل او ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته د اعتراض خیمې ودرولې او په دې اړه د سپیناوي غوښتنې کوي.

Trending

Exit mobile version